پاکستان به په هغه اور کې وسوځي چې پخپله يې بل کړی دی
سلام خان سلام خان

په پاکستان کې د اسامه بن لادن تر موندلو او وژلو وروسته د امريکا وپاکستان د اړيکو د کړکېچ په لړ کې ډاکټر خليلزاد له بی ،بی،سی سره په خپله مر که کی ویلی دې چي ،نور به پاکستان پری نږدی چی ځانته هم دوست  ووایی او هم ددښمن چاری پرمخ بوځی د پاکستان سره به داسې يو تړون لاسليکوي چې د خپلو چارو ځواب  ووایی ،خو داسی نه چی امریکا ته یو ځه وایی او کوی بل ځه ،پاکستان هم بايد له افغانستان سره تربګني بنده کړي. د هغه هېواد د سوله ييزې راتلونکې سره مرسته وکړي. که داسې ونه کړي، نو د نوموړي په وينا پاکستان به په هغه اور کې وسوځي چې پخپله يې بل کړی دی،ښاغلي خليلزاد په خپله دغه مرکه کی دا هم ویلی دې چی   د ۲۰۰۱ م کال د سېپتېمبر له يوولسمې را په دېخوا پاکستان له امريکا سره دوه مخی سياست پر مخ بيايي او په مقابل کې له امريکا څخه مرستې هم ترلاسه کوي.دخلیل زاد دمرکی مکمل تحریری جریان په لاندی ډول دې

 نو ولې يې دا لس کاله پر پاکستان باندې فشار نه وو راوړی؟ او خبره يې ورسره سپينه کړې نه وه سوال:

 جواب :د امريکې حکومت و د پاکستان ترمينځ دا موضوع مطرح وه او يو ځلې پخپله ما ته د جمهور رئيس بوش له خوا نه وظيفه راکړل شوې وه چې پاکستان ته سفر وکړم او د مشرف سره مستقيماً د دې مسايلو په باره کې د امريکې پر نماينده ګۍ صحبت وکړم يا بحث وکړم.  مشکل دا وو او تراوسه هم دا مشکل دوام لري چې هغه وخت ما له مشرف نه خواهش وکړ چې

پاکستان د دې نوي افغانستان سره څه مشکل لري؟ ولې دا طالبان او دا نور خلک چې د نوي افغانستان سره په جنګ کې دي او د امريکا د قوې سره چې د ملل متحد (ملګرو ملتونو) د فيصلې پر اساس چې په افغانستان کې وجود لري، په جنګ کې دي او پاکستان له دوی سره همکاري کوي

ما هغه ته وويل : که پاکستان مشروع نګراني لري او زه غواړم چې د امريکې په نماينده او يو شخص چې د افغانستان او منطقې ارامي او موفقيت غواړي همکاري وکړم چې دا مشکلات حل شي. هغه ما ته وويل چې

په پاکستان کې هېڅ طالب وجود نه لري. موږ د افغانستان موفقيت غواړو. او موږ د امريکا دوستان يو، او دا طالبان چېرته دي؟ کولای شې چې د هغوی نومونه ما ته راکړې او د هغوی آدرس ما ته راکړې او د هغوی د تېلېفون نمبر ما ته راکړې او دغسې او هغسې. ما ورته وويل چې : زه نه غواړم چې ستاسو وخت ضايع کړم او غواړم چې موږ او تاسو يو موفق مجلس ولرو

دا خو يوه عملي خبره نه ده او هېڅوک ته دا نه مني چې په پاکستان کې طالب وجود نه لري. ولې غواړم چې تاسو ته يوځلې بيا تکرار کړم چې اصلاً طالب په پاکستان کې وجود نه لري. دلته د افغان طالبانو هېڅ يو نماينده   او رهبری دلته وجود لری ما ورته وويل : وبښئ چې ستاسو وخت مې ضايع کړ، د خدای په امان

خو يو غټ مشکل چې هغه دا دی چې ايا پاکستان په افغانستان کې يو مشروع نګراني لري. هغه مسايل د دوی چې حق دي چې بايد افغانستان وامريکا ته يې مطرح کړي. مساله دا ده چې دوی خپلې غيرمشروع منافع لري

 سوال :خو ډاکټر صاحب تاسو پخپله وويل چې : دوی پوهېدل چې دغه کسان هلته شته او امريکا په دې باندې خبره وه، نو له بلې خوا موږ ليدل د دې پر ځای چې امريکا پر پاکستان نور فشارونه راوړي مرستې يې ورسره کولې. د مثال په ډول په کال کې يو نيم ميليارد ډالر له امريکا نه اخلي، نو ولې هغسې فشارونه چې ښايی ولې پر پاکستان را نه وړل؟

 جواب :يو دليل خو دا وو چې امريکا پر پاکستان باندې اعتقاد درلود او اوس يې هم لري. د اکمالاتو د نقطې له نظره تقريبًا اتيا فيصده يا نوي فيصده هغه اکمالات چې په افغانستان کې د امريکا د عسکرو ضرورت دي هغه د پاکستان له خاورې نه راځي او همېشه داسې يوه نګراني وه چې که پر پاکستان باندې ډېر فشار راوستل شي، دوی به دا لاره قطع کړي او يو بل مشکل به خلق کړي

دويمه مساله د ترورېزم مساله وه چې پاکستان په ځينې وخت کې همکاري کوله او د القاعده خلکو نيولو کې يې ځينې وخت کې د امريکا سره همکاري کوله. دا هم يوه نګراني وه چې دا قطع نه شي

او درېيم دا چې پخپله د پاکستان د آينده اوضاع په باره کې د دې نګراني هم وه چې ډېر فشار د دې سبب نه شي چې پاکستان سقوط وکړي او د دوی دا اتوم چې په پاکستان کې دی د افراطيونو په لاس کې ورشي. او اميدواري هم دا وه چې دا مثبت رابطه و همکاري او فشار چې البته فشار هم په هغه وخت کې وو چې دا به ختمي مثبته نتېجه ورکړي چې په مرور د زمان سره به پاکستان خپل سياست ته تغيير ورکړي

اما اوس لس کاله وروسته امريکې ته هم معلومه شوې ده چې دا سياست موفق نه وو او د بن لادن مساله يا موضوع يو ځلی پس له ۱۱/۹ يوولسم د سېپتېمبر د ۲۰۰۱ نه نوي او غټ سوالونه مطرح شوي دي او بې اعتمادي د امريکا وپاکستان ترمينځ زښته ډېره زياته شوې ده او اساسي تغيير ته ضرورت ليدل کيږي

 سوال :ډاکټرصاحب تاسو د اساسي تغيير خبره وکړه د افغانستان ولسمشر او نورو مشرانو همېشه دا خبره کوله چې د افغانستان په کليو او بانډو کې د ترهګرو اډې نشته. هغه د پولې بلې غاړې ته دي او اوس خو هم رښتيا ثابته شوه چې د دوی خبره سمه وخته. تاسو وويل چې ختمًا به په ستراتېژۍ کې بدلون راځي. که لطفًا دېته اشاره وکړئ چې د پاکستان سره په ستراتېژۍ کې به کوم بدلون راشي؟

 جواب :اول په دې موضوع باندې چې په پاکستان کې کوم بدلون راشي، مشکل د افغانستان په باره کې د پاکستان د سياست دی چې پاکستان د طالبانو او نورو خلکو سره همکاري کوي او دا د افغانستان د حکومت حق دی چې شکايت ولري. دا مساله دوی مطرح کړې وه. امّا مشکل هم دا دی هغسې چې ما وويل چې امريکې ته هم دا يوه اسانه مساله نه وه. دوه، درې، څلور مختلف سياستونو په دې مسالې باندې تاثيرونه درلودل. اوس فکر کوم چې پاکستان د ترورېزم پر ضد بايد يو صادقانه همکاري وکړي، که ونه کړي او که دا خپله سياست چې په افغانستان کې د امريکا د سياست سره هم دوست او هم دښمن وي او د افغانستان سره يو تفاهم را نه شي زه فکر کوم چې همغسې به دوام وکړي

 سوال : لس يوولس کاله کيږي چې دا خبره کيږي، او موږ اورو چې د امريکا له خوا په مطبوعاتو کې همدا يوه خبره کيږي. له يوې خوا وايی چې موږ په پاکستان باندې فشار راوړو چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له موږ سره همکاري وکړي. القاعده په لاس راکړي او د ترهګرو مخه ونيسي او له بلې خوا هغسې چې ښايی نتېجه يې نه ده ورکړې او اوس تاسو په نيويارک ټايمز کې پخپله مقاله کې د ځېنو ضمانتونو خبره کوئ، لا يا د قراداد خبره کوئ چې تړون بايد لاسليک شي. فکر کوئ چې دا به څه ډول تړون وي چې امريکا دغه ګرنټي (ضمانت) له پاکستانه وغواړي.

 جواب : يو خو اول بايد موافقه وشي. اوس پاکستان فکر کوم چې داسې اميداواري کيږي چې ممکن حساب وکړي چې کولای شي هغسې چې سياست وو هغه دې دوام وکړي او يو محدود تغيير پکې راوړي. امّا فکر نه کوم چې امريکا دا ومني. ځکه که امريکا دا اشتباه وکړي، فکر کوم چې په داخل د امريکا کې به هم په دې باندې تفاهم او موافقه مشکله وي. فکر کوم چې کانګرس به خپل هغه کومکونه او هغه مرستې چې د پاکستان سره کيږي په هغې کې تغيير راوړي او د پاکستان اوضاع اوس هم داسې ده چې د دوی اقتصادي مشکلات و سياسي مشکلات همداسې دي چې دوی د امريکې کومک ته ضرورت لري

اوس دلته هم يو قسم خاص چاڼس د امريکا لاس ته راغلی دی چې يو نوی تفاهم د پاکستان سره وکړي او د تفاهم پر اساس د پاکستان د سياست د تغيير لپاره د ترورېزم په اړه، هم د افغانستان په باره کې او يوه حقيقي همکاري مينځته راشي

 سوال : د افغانستان مسالې ته تاسو اشاره وکړه او دا مو هم وويل چې د بن لادن له وژنې وروسته ډېره ښه موقع په لاس راغلې ده او په ضمن کې تاسو دې خبر ته هم اشاره کوئ چې په افغانستان کې د يو نوي جوړښت او جوړجاړي لپاره پاکستان ډېر ارزښت لري. فکر کوئ چې ارزښت يې په څه کې دی او څه ډول پاکستان د دغې لارې په رامينځته کولو کې يا په افغانستان کې د يو وسيع حکومت په جوړولو کې څنګه کېدای شي چې ښکېل شي او له طالبانو سره د پاکستان مثلاً هغه اغېز چې دوی لري څنګه کولای شي چې دوی رول ولوبوي؟

 جواب : اول خو بايد چې پاکستان دا کار وکړي چې د افغانستان سره دشمني ونه کړي. دا به اول يو مثبت ګام وي او د دې مانا دا ده چې جنګ بايد پر افغانانو يا پر افغان طالبانو باندې فشار را نه وړي چې ختمًا دوی لاړ شي او په افغانستان کې جنګ وکړي او زه پخپله اطمينان لرم چې ځينې وخت ځينې افغان طالبان غواړي چې جنګ بس کړي، يا غواړي چې د سولې لپاره د افغانستان له حکومت يا نورو افغانانو سره تماس ونيسي او همکاري وکړي. امّا پاکستان په دوی باندې فشار راوړي چې نه، يا تاسو جنګ وکړئ او يا دا چې تاسو به موږ زنداني (بنديان) کړو

فکر کوم چې د پاکستان له خوا نه يو اساسي تغيير ته ضرورت دی چې وغواړي چې د افغانستان سره دشمني ونه کړي او دويم دا چې که دوی مشروع مسايل لري چې نګراني لري چې مشروع به وي چې مثلاً د افغانستان له خاورې نه به د پاکستان پر ضد استفاده ونه شي. ممکن دوی کوم نور شيان هم ولري چې راشي چې دې باندې کار وشي. دې باندې بايد يو تفاهم وشي چې دا يوه مشروع نګراني ده چې هر مملکت حق لري چې د همجوار مملکت (همسايه هېواد) هغه چې په افغانستان کې دی که پاکستان سره د افغانستان له خوا نه پس له يو تفاهم نه د پاکستان په ضد ونه شي

 سوال : بلې، خو ښاغلی خليلزاده، هر هېواد خپلې ګټې لري چې پاکستان وغواړي له افغانستان نه  د امريکا د سرتېرو د وتو وروسته په سيمه کې په تېره په افغانستان کې اغېز ولري تاسو فکر کوئ چې ښايی همدا هدف وي او چې داسې وي نو امريکا په دې برخه کې څه کولای شي؟

 جواب : د امريکا رول دا دی چې په افغانستان کې خپلې قواوې لري. داسې کارونه او فعاليتونه چې پاکستان اوس کوي چې په افغانستان کې د امريکا د قواوو او منافعو په ضد کې دی، پاکستان کولای شي چې د مثبت نقطې له نظره د يو تفاهم راوستو په اساس يا د فشار له نقطې نه، اقتصادي فشار کمول، اقتصادي کومکونه يا نظامي فشار، د نظامي کومکونو کمول يا مستقيم نظامي فشار چې د پاکستان په خاوره کې زياتره هوايي حملې، بل (نور) فعاليتونه، لکه د بن لادن په ضد کې وشي؛ د بلو (نورو) مناطقو او بلو (نورو) ګروپونو په ضد يعنې امريکا کولاي شي چې پر پاکستان باندې تدريجي فشارونه زيات کړي. او بالاخره يو غټ تغيير د پاکستان او امريکې د سياست ترمينځ راشي. زما په نظر دا د پاکستان په نفع کې نه دی. امّا په دې اطمينان لرم چې که د پاکستان په سياست کې تغيير را نه شي د پاکستان او امريکې ترمينځ مشکل زياتيږي. ما د پاکستان رئيس (مشرف) ته وويل

((تر څو چې دا مشکل حل نه شي، ممکن امريکا به ختمًا دا حمله د پاکستان په مراکزو کې د افراطيونو او هم د ترورېزم پر ضد وکړي. ده وويل : ((نه – نه هېڅکله کېدای نه شي))

اوس ګوره چې په دې دوو کالو کې د پاکستان په خاوره کې د بې ېېلوټ طيارو څومره حملې شوي دي. اوس چې د بن لادن حمله شوې ده دا امريکا ثبوت کړې ده چې استعداد د داسې حملې لري او هم استعداد د فيصلې لري چې داسې حملې وکړي

يو کال پس له دېنه به څه وشي چې هغه سياستونه چې پاکستان تراوسه پورې تعقيب کړي دي دوام ورکړي. د پاکستان په نفع دا نه دی يو بله لاره وجود لري چې د افغانستان په نفع کې وي، د پاکستان په نفع کې وي، هغه مشروع نګراني چې پاکستان لري هغه بايد چې مطرح کړي. او وګورو چې کېدای شي چې يو تفاهم راشي او فکر کوم چې امريکا حاضره ده چې د داسې يو تفاهم لپاره کار وکړي

 سوال : ښاغلی خليلزاد داسې معلوميږي چې د بن لادن د وژلو مساله يوازې د امريکا وپاکستان ترمينځ دغه سؤتفاهم له مينځه نه وړي او داسې برېښي لکه چې ستاسو په څرګندونو کې داسې معلوميږي چې د هغوی دويم سړی چې اوس اول سړی دی ايمن الظواهري او د القاعده ځينې نور مشران او حتی ملا عمر تاسو ياد کړي دي چې هغه په پاکستان کې دي، په دې اړه ستاسو شواهد څه دي؟ څه ثبوت لرئ چې هغوی هلته دي.

 جواب : د الظواهري په باره کې د امريکې د حکومت سره او د استخباراتو سره څو کاله کيږي چې معلومات وجود لري چې بن لادن او الظواهري دواړه او د القاعده ځينې نور مهم خلک په پاکستان کې دي. اګر چې پاکستان به همېشه ويل چې نه، دوی په پاکستان کې نه دي

اما اوس معلوم شول چې نه يوازې بن لادن په پاکستان کې وو، بلکې په هغسې يو امنيتي ځای کې وو چې اسلام اباد ته نژدې په يوه منطقه کې چې د آی ايس آی دفتر هم ورته نژدې وو او معتبر پوځي پوهنتون هم په همدغه ځای کې دی شپږ کاله ژوند کولو. او دويم دا چې د الظواهري مساله هم همدا ده او د ملا عمر په باره کې ډېر کلونه کيږي چې د امريکې وافغانستان سره معلومات دي چې هغه په پاکستان کې دی. خلکو ته معلوم دی چې حتی ممکن په پاکستان کې (ملکي) شفاخانې ته تللی وو او ... په پاکستان کې. په کويټه کې څه وخت په کوم مسجد کې وو، څه وخت په کراچۍ کې وو. افغانستان او هم امريکې ته يو چېرته - بل چېرته ټول معلوماتونه واضح دی. اما پاکستان همېشه وايی چې نه موږ نه پوهېږو. نه، نه هغه دلته نشته. هغه په افغانستان کې دی

فکر کوم چې اساسي مساله دا ده چې هغه سابقه او قديمي لوبه چې پاکستان هم دښمن وي او هم دوست. هم له امريکې پيسې واخلي، او هم له امريکې کومک واخلي، او هم امريکې ته ووايی چې د ناټو په خارج کې د امريکا نژدې ترين ملګری د امريکا او هم دوست د امريکا پاکستان دی او په عين وخت کې د امريکا پر ضد او د افغانستان پر ضد جنګ وکړي او هغه سياست چې امريکا وپاکستان د شوروي اتحاد په ضد کې درلود، پاکستان اوس هغه سياست د افغانستان او امريکا پر ضد په افغانستان کې تعقيب کړي. فکر کوم چې دا پس له دېنه يو عملي کار نه دی. امريکا او دنيا (نړۍ) اوس په دې باندې پوه شوي دي او د پاکستان عاقل رهبريت بايد اوس فيصله وکړي چې پخپل سياست کې تغيير راوړي

 سوال  : بلې، تاسو خو مخکې اشاره وکړه چې دغه کسان چې تاسو وايی چې په پاکستان کې دي چې معلومه شوه چې هغه دی بن لادن هم په پاکستان کې اسلام اباد ته نژدې په ايبټ اباد کې ووژل شو. بيا له هغه نه وروسته پاکستانيانو (پاکستان) اعلان وکړ چې بل ځل به دغسې يوې حملې ته اجازه ورنه کړي. ځکه دغسې حمله دوی په خپله خاوره تېری بولي. نو که چېرته امريکا دغسې شواهد لري چې دا ممکنه بولئ چې ښايي امريکا پر الظواهري يا پر ملا عمر باندې ورته شان حمله وکړي

 جواب : لکه څنګه چې امريکا د قانون په اساس باندې حق لري چې له ځان نه دفاع وکړي، افغانستان حق لري چې له ځانه دفاع وکړي او بين المللي قانون دا دی چې دا نه شي کېدای چې پاکستان خلکو ته اجازه ورکړي چې د دوی له خاورې د نورو پر ضد جنګ وکړي او پاکستان  دوی يعنې افغانستان، امريکا او نورو ممالکو ته بيا ووايی چې تاسو نه شئ کولای چې له خپل ځانه دفاع وکړئ. او هغه خلک چې ستاسو په ضد د جنګ پلانونه جوړوي، د جنګ رهبريت کوي، دوی به څنګه په پاکستان کې پاتې شي

دا د بن لادن حمله چې وشوه د پاکستان د اجازې پر اساس ونه شوه. طبعًا زما په نظر افغانستان دېته ترجيح ورکوي چې په پاکستان کې پخپله هغه خلک چې د امريکې وافغانستان په ضد جنګ وکړي چې دا مساله پخپله حل کړي. اما که پاکستان نه غواړي يا نه شي کولای چې دا فيصله وکړي، زما په نظر بيا د بين المللي قانون پر اساس امريکا وافغانستان د ځان د دفاع حق لري چې دوی پخپله عملي قدمونه واخلي

 سوال :ډاکټر صاحب خليلزاد وروستۍ پوښتنه مې هم دا ده چې د بن لادن له وژلو نه وروسته، په افغانستان کې د هغه اغېزې څه دي؟ او له طالبانو سره په احتمالي خبرو باندې ستاسو نظر څه دی؟

 جواب : زما په نظر بايد د افغانستان جنګ ختم شي. دا ډېر وخت کيږی چې جنګ په افغانستان کې دوام لري او يوه آشتي يی ملي (ملي روغه جوړه) يا حل د افغانستان مشکل ته ضرورت دی او بايد سوله راشي. اما څنګه سوله دا مهم دي چې د افغانستان د اساسي قانون ځينې پرنسيپونه مراعات شیيو هغه پرنسيپونه بايد راشي (مراعات شي) چې له هغو خلکو سره چې سوله کيږي پکې حق ولري او هم په سياست کې رول ولري. زما په نظر ځينې زيات طالبان دي چې داسې يوه معقوله سوله غواړي. اما تر اوسه پورې دوی پخپله د فيصلې اجازه نه لري. دوی ويلي هم دي او د دوی پيغامونه هم چې رسېدلي دي، داسې ښکاره کيږي چې اوسني شرايط دېته ضرورت دی چې د پاکستان سره بايد تفاهم وشي او که پاکستان پخپله ځينې منفعتونه (ګټې) لري چې مشروع وي، کېدای شي هغسې چې ما پخوا هم وويل چې په دې باندې بايد بحث وشي

اما که پاکستان غواړي چې افغانستان د دوی يوه مستعمره شي او خپل استقلال له لاسه ورکړي، فکر نه کوم چې افغانستان يا دنيا دا ومني چې دا فورمول د يو دوامدار جنګ دی چې په آخر کې امکان ولري چې د پاکستان تباهي هم مطرح شي. دا لوبه چې دوی شروع کړې ده، بالاخره په پاکستان کې اوس هم دوام لري چې په پاکستان کې اوس هم شروع شوې ده. دا د دوی په منفعت کې ده چې د پاکستان عاقل رهبرونه بايد فيصله وکړي چې دغه سياستونه چې غواړي چې پاکستان د دوی مستعمره شي هغه ختمًا ناکاميږي. افغان خلک (افغانان) دا نه مني، بل مناطق (نور ممالک) چې دا ونه مني، نو امريکا هم حاضر نه ده چې دا ومني. او دا دوامدار جنګ چې د افغانستان وپاکستان په نقص دی دا فورمول د داسې يو آينده فورمول دی،پای

 

نوټ : دښاغلی خلیل زاد سره پورته مرکه د،بی ،بی،سی،دپشتو ځانګی د خبریال( سپین تټی) له لوری شوی ده.

 


May 21st, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها